هرات ښار کې د دولتي ادارو د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د دولتي ادارو د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې معارف ریاست لوبډلې خپلې سیالې زراعت ریاست لوبډلې ته د ۱۴/ ۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د دولتي ادارو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
