بلخ کې د ۷۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولي له لوري د مرکز مزارشریف ښار په مقيم بای ورزشي لوبغالي کې د ۷۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
د يادو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق ذکريا پهلوان او دويم اخرالاق بيا ظريف گران پهلوان تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي شول.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه راتلونکو لوبو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتو والی و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
