دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې حسین بهزاد لومړی، علي جمعه دویم او صابر درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.