جوزجان کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د نایاب کلب لوبډلې خپلې سیالې باتور کلب لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د کال غوره لوبډله موندل دي، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.