تخار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو شپاړلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
\د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کونګفو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کونګفو شپاړلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې ج.ه.ا.د فایزي لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ او ۳۲ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د تخار ولایت د کونګفومنتخبې ملي لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د تخار ولایت د کونګفو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.
د سیالیو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
