خوست؛ مټې چینې لوبډلې د "خوست فوټبال غوره ليگ" سياليو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د "خوست فوټبال غوره ليگ" سيالۍ د مټې چینې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د مټی چینې او م ج اه.د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې مټې چینې لوبډلې خپلې سيالې م ج اهد لوبډلې ته د ۰/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو غوره لوبغاړی له شاهين کلب لوبډلې نه عمر، غوره گول وهونکی د معلم جان کاروان لوبډلې نه شاهين او غوره گول ساتونکی بيا له کلوب اتلانو لوبډلې نه سمیع الله ونومول شو.
دغه سيالۍ، چې شاوخوا درې میاشتې يې دوام وکړ، د ترسره کېدو موخه يې افغان چمپين ليگ ته د غورې لوبډلې ټاکل و او په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه او کپونه ورکړل شول.
د يادونې وړ ده، چې ياد غوره ليگ هر کال د ولايت په کچه ترسره کېږي.
