کندز؛ په مرکز کندز کې د وزلوبې ازادې سیالۍ پیل شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د وزلوبې فدراسیون له لوري د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ٩٨ چاپ اندازانو د وزلوبې ازادې سیالۍ د کندز په مرکزي ورزشي لوبغالي کې ترسره کړې، چې نن شنبه به هم دوام وکړي.
پرونۍ سیالي اخرالاق اسماعیل چاپ انداز د حاجي سیف الدین صافي په آس تر حلال دایرې ورساوه، چې ګټونکي ته د وزلوبې فدراسیون د رییس ښاغلي عبدالستار الهام له خوا ٤٠٠٠ افغانی د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.
یاده دې شي، چې دا سیالۍ د نورالهدا پهلوان په مالي لګښت چمتو شوې وې.
