بغلان؛ په نوي ښار کې د ٤٠ چاپندازانو په ګډون د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د وزلوبې فدراسيون له لوري د دې ولایت د نوي ښار مسلخ تپه کې د مرکز او ولسواليو د ٤٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
په دې سياليو کې له خوست ولسوالۍ څخه داد الله پهلوان دوه ورځنى اخر اولاق د حلال دايرې ته ورساوه او د ٤ سوه يورو جايزې مستحق شو.
د دې سياليو موخه د دې رشتې په ملي سياليو کې د ګډون لپاره چمتووالى او د بغلان چاپندازانو ترمنځ سالم رقابت دى.
په پاى کې د سوداګرو او نوي ښار قومي مشرانو له لوري غوره چاپندازانو ته نغدي جايزې هم ورکړل شوې.
