سمنګان؛ ملت دره صوف لوبډله د دره صوف پايان ولسوالۍ د واليبال سياليو اتله شوه
د سمنګان ولایت بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د دره صوف پايان ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د دره صوف بالا او دره صوف پايان ولسوالیو د ٩ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ملت دره صوف لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې دوه، ورځې وړاندې د دره صوف پايان ولسوالۍ په ورزشي ميدان کې پيل شوې وې، په پايلوبه کې يې د ملت لوبډلې د ١٣-٢ امتيازونو په توپیر اقوام چوبکي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دې سياليو موخه سوله د يو بل منل او ورزش ته د ځوانانو پر هڅولو سربېره د واليبال د ورزش وده ده.
په پاى کې ګټونکې لوبډلې ته يوه غوا او د اتلولۍ کپ او همدا راز دويم مقام ګټونکې لوبډلې ته يو پسه ورکړل شو.
