ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې ورزشي نندارې ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د روداتو ولسوالۍ په بړو سیمه کې د ځوانانو د یووالي په موخه د بېلا بېل ورزشي نندارې ترسره شوې.
په دغو ورزشي نندارو کې د کراټې، تیکواندو او سوک وهنې ورزشکارانو برخه لرله او یوه ورځ یې دوام وکړ.
د یادونې وړ ده چې د یادو نندارو په ورستیو کې ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
