پکتیا؛ د درې ولایتونو ترمنځ د بکسینګ سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د ورزش ریاست او د بکسینګ فدراسیون استازولي له لوري په مرکز ګردېز ښار کې د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو د ۴۰ ورزشکارنو ترمنځ د بکسینګ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو موخه د جنوب ختیځ زون کې بکسینګ ورزشي رشتې وده او پرمختګ دی.
په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
