بهارستان لوبډلې د بدخشان والیبال سیالیو پای لوبه وګټله
په بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د بهارستان جام په نوم د والیبال سیالۍ د بهارستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د یادو سیایو په پای لوبه کې بهارستان خپلې سیالې لوبډلې بهارک ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي وګټله.
د دې سیالیو د پای لوبې په مراسمو کې د یاد ولایت پر ورزشي مسؤلینو سربېره ګڼ شمېر چارواکو او د ورزش مینوالو هم برخه اخیستې وه، چې په پای کې ګټونکې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.
یاده دې وي چې د دې سیالیو موخه د بدخشان ولایت د انتخابي لوبډلې لپاره د غوره ورزشکارانو موندل وو.
