خبرتیا!
د بامیان ولایت محترم ورزشي آمریت او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!
د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د عصریې د وېش پر دوام د بامیان ولایت د ملی لوبډلو د عصریې وېش د پنجشنبې ورځ، د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ٢٠مه نېټه، سهار ١٠:٠٠ بجې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست کې ترسره کېږي.
د یاد ولایت د ملي لوبډلو ورزشکاران، روزونکي او مرستیال روزونکي دې د عصریې د اخیستلو لپاره له اصلي تذکرې او اصلي هویت کارت سره د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد ریاست ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د عصریې وېش یوازې د یوې ورځې لپاره دی.
درنښت
د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون
