فاریاب؛ مرکز ميمنه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميمنه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې ۴۶ ورځې يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې نوظهور لوبډلې د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او الپ اف سي لوبډلې بيا دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
