زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د واليبال سيالۍ، چې ۱۴ ورځې مخکې پيل شوې وې د محمد خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه کې محمد خېلو لوبډلې خپلې سيالې مرغاوي لوبډلې ته د ۳ پر ۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
