پکتیکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د ٤٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې له شپږو ولسوالیو د ٤٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې چوري وفادار لوبډلې د ٢ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې ډاکتر فضل لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
