بامیان؛ يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ژمني جام سيالۍ پای ته ورسېدې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ژمي جام په نوم د واليبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې د ګزک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ګزک لوبډلې خپلې سیالې نيطاق لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ژمني فصل نمانځل او د يکاولنګ ولسوالۍ لوبغاړو ترمنځ همغږي رامنځته کول و.
