خوست؛ گربزو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د گربزو ولسوالۍ اړوند ايږدنو سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د الحاج اقبال ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نيازيو ټايگرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د نيازيو ټايگرز او دکړم کلب لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه نيازيو ټايگرز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۸ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې دکړم کلب لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۵ ويکټو په توپير وبايلله.
دا سيالۍ د ځوانانو د يووالي او له نشه یي توکو څخه د ليرې والي په موخه وشوې، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.
