کندز؛ علي آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې ۳ لوبې مساوي او ۲۲ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه سيمه ييزو لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
