بغلان؛ نهرين ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د ګاوي ارکش او منګل لوبډلو ترمنځ د وخت د کموالي له امله مساوي پای ته ورسېده.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول، د غوره لوبغاړو موندل او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.
