لغمان کې د واليبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت ورزش آمريت په جمنازيوم کې د ۷۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې شيخ محمد حسين کلب خپل سيال حاجي پردېس کلب ته د ۳ پر ۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د لغمان منتخبې او ځوانانو لوبډلو ټاکلو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۲۵ ورځې به دوام وکړي.
