ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د کابل، باميان، غزني او کوربه ميدان وردگ ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې کابل ورزشکارانو د زياتو برياوو په خپلولو سره لومړی او ميدان وردگ دويم مقام ترلاسه کړ.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ هر کال دوه ځلې د ورزشکارانو د هڅونې او يووالي په موخه ترسره کېږي.
