بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پای کې ۶۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي مقامونه تر لاسه کړل.
