بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیمهییزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ کورش دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
