دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د ۲۳ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کجران ولسوالۍ کې د ۲۳ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې جمال الدین انصاري لومړی او جان عالم بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
