کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، وزلوبې فدراسیون او امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي مدیریت په ګډه همغږۍ په یاده ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د بابا شاخ سیمې په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې، یوه ورځ یې دوام وکړ او په پایله کې عبدالله پهلوان د سیالۍ اخرلاق تر ټاکلې موخې ورساوه او بریا یې خپله کړه.
