اړین وضاحت
د ' زید صالحي " په نوم افغان ورزشکار په خواله رسنیو کې شکایت کړی، چې ګواکې حق یې تلف شوی دی، د هیواد د ورزش اداره په پوره باور سره یادونه کوي، چې زموږ د انتخاب معیار وړتیا او استعداد دی، د قوم، ژبې او سمت په نوم ملي لوبډلو او سیالیو ته څوک نه ټاکل کیږي.
همدا ډول ډاډ ورکوو، چې له زید صالحي سره به تماس ونیول شي او د نوموړي شکایت ته به بشپړه رسیده ګي وشي.
درنښت
