بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیمهییزې سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۵ جوړو لوبې مساوي او ۱۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
دا سیالۍ د کورش سیمهییزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
