زابل کې د ۳۴ پهلوانانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې
 
              د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له درېيو کلبونو د ۳۴ پهلوانانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د رحمت الله، شفیع الله او خليل احمد کلبونو پهلوانانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې رحمت الله کلب لومړی او خلیل احمد کلب بيا دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه ښاريانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري پهلوانانو ته مډالونه ورکړل شول.
