بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ په ګنبد حوزه کې د ورورولۍ جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد ګنبد ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې استقلال دهن لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د بادغیس ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.