دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت د مرکز نیلي ښار په پیشوک سیمه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې نیاز رحیمي لومړی، امیر خان دویم او فرهاد رجایي بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.