لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالۍ ترسره شوې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز پل علم ښار کې د سوېلي زون په کچه د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې لوګر لومړی، پکتیا دویم او غزني بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
