دایکندي؛ پاتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د پاتو ولسوالۍ په قخور سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې المهدی لوبډلې د ۹ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی او طوفان لوبډلې د ۶ امتيازونو په ترلاسه کولو سره بيا دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه سيمه ييزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
