خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د سوېل ختیځ او ختیځ زون څلورو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خوست مج.اهد لوبډلې د ۳/۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې پکتیا اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د سیالیو د پیل مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د خوست ورزشي مسؤولانو ، ځوانانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي.