کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ او د امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي مدیریت له لوري د یاد ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په اقي بای کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې موج های امو لوبډلې خپلې سیالې قره ترکمن لوبډلې ته د ۱۶/۲۵ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسؤلینو له لوري غوره لوبډلې ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.