جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لومړی پړاو سیالۍ پيل شوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لومړی پړاو سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې جوانان همبستګي لوبډلې خپلې سیالې افغان کلب لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او جوزجان منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
