کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د فوټبال ټورنمنټ د ښاروالي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېد

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۴:۳۵
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د فوټبال ټورنمنټ د ښاروالي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېد

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د فوټبال فدراسیون له لوري د دې ولایت امام صاحب ولسوالۍ په قره ترکمن کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ټورنمنټ، چې درې ورځې وړاندې پیل شوی و، د ښاروالۍ لوبډلې په کټه پای ته ورسېد.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د ښاروالۍ لوبډلې د ۲-۰ ګولونو په پایلې سره د قره ترکمن لوبډلې ته ماتې وکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سیالیو موخه په لیرې پرتو سیمو کې د فوټبال لوبې ته د ځوانانو هڅول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۱:۲
Background image

پکتيکا؛ په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د يوسف خېلو ولسوالۍ په ميست کلي کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د نظر ذاهد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۰:۵۹
Background image

پکتيا؛ په گردېز ښار کې د ۶۳ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په مرکز گردېز ښار کې د ۶۳ ورزشکارانو ترمنځ د خپلواک افغانستان په نوم د نويو ځوانانو او لويانو په عمري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۰:۵۷
Background image

خوست؛ په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په بريال ميدان کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د عمري جام په نوم د فوټبال سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS