پکتيا؛ په گردېز ښار کې د ۶۳ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په مرکز گردېز ښار کې د ۶۳ ورزشکارانو ترمنځ د خپلواک افغانستان په نوم د نويو ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
د نويو ځوانانو کټگورۍ په پايله کې ايمل لومړی، نقيب الله دويم او حضرت الله بيا درېيم مقام ترلاسه کړ او همدارنگه په لويانو کټگورۍ کې احمد شاه لومړی، اجمل دويم او سيف الرحمن درېيم مقام خپل کړ.
د يادونې وړ ده، چې په پای کې د ياد ولايت د ورزشي رياست له لوري غوره ورزشکارانو ته نغدي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.