زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو تر منځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په قلات ښار کې له دوو کلبونو څخه د ۲۰ ورزشکارانو په گډون د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
يادې سيالۍ د شمس الله مسرور او امين مبارز کلبونو تر منځ ترسره شوې، چې په پايله"امين مبارز کلب" لومړی مقام تر لاسه کړ.
د دغو سياليو د ترسراوي موخه، ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
په اخیر کې د ورزش امريت له خوا غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.