ایران؛ افغانستان د سوپر ساباکي اورا آسیا څلورم پړاو سیالیو دویمه ګټونکې لوبډله ونومول شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۷:۳۴
ایران؛ افغانستان د سوپر ساباکي اورا آسیا څلورم پړاو سیالیو دویمه ګټونکې لوبډله ونومول شوه

د سوپر ساباکي اورا آسیا کراټې سیالۍ چې څلور ورځې وړاندې د ۱۲ اسیایي لوبډلې ترمنځ د تهران په کوربتوب پیل شوې وې، افغانستان پکې دویم مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې ایران، افغانستان، پاکستان، هندوستان، ازبکستان، ترکیه، آلمان، سوریه، عراق، تاجکستان، گرجستان او آذربایجان لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پایله کې ایران لومړی، افغانستان دویم او پاکستان درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د ۹ سروزرو،، ۴ سپینو زرو او ۵ برونزو مډالونو په ګټلو ددې سیالیو دویمه مخکښه لوبډله ونومول شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۵۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په امام صاحب کې د ۷۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۴۷
Background image

دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټڼبال سیالۍ پیل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۴۵
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو لمړی برخه ولسوالۍ کې د ۱۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بهسودو لمړی برخه ولسوالۍ کې د ۱۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د. . .

BACK TO NEWS