میدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د قوت الرمي لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد امریت په ورزشي جمنازیوم کې د قوت الرمي لومړی پړاو سیالۍ د کابل په لومړي مقام پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ د میدان وردګو په کوربتوب ترسره شوې او پکې د میدان وردګ، کابل او کاپیسا ۷۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې کابل لومړی او میدان وردګ دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو په پایله کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاینلیکونه او کپونه هم ورکړل شول.