میدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۴
میدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سيدآباد ولسوالۍ په هفت اسياب کلي کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د غازي محمد جان خان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د غازي محمد جان خان او منگلي لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه منگلي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۶ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۶۰ منډو هدف کېښود، په ځواب کې غازي محمد جان خان لوبډلې ياد هدف د لوبې په ۵م اور کې ترلاسه کړ او اتلولي يې وگټله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS