لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز مهترلام ښار په سلطان غازي ښار ګوټي کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د لغمان اتلانو او لغمان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه لغمان ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٩ منډو هدف وټاکه. لغمان اتلانو لوبډلې یاد هدف د شپږو ویکټو په زیان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د څلورو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
