په کندهار کې د ټېپ بال کرکټ رمضان جام سياليو اتلولي لياقت افغان لوبډلې خپله کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۹:۲۳
په کندهار کې د ټېپ بال کرکټ رمضان جام سياليو اتلولي لياقت افغان لوبډلې خپله کړه

په کندهار ولايت کې د کرکټ د يوه تن لوبغاړي باچا بارک له لوري د کرکټ ټېپ بال سياليو اتلولي لياقت افغان لوبډلې خپله کړه.

د يادو سياليو پايلوبې ته د لياقت افغان او کندهار شاه جهان لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې لياقت افغان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته په اوو ويکټو ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د نوموړې سيالۍ غوره لوبغاړی احسان الله فولاد و، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې د دوو ويکټو ترڅنګ ۲۸ منډې جوړې کړې.

دغه سيالۍ چې ۳۲لوبډلو پکې ګډون کړی و، د روژې مياشتې په لومړۍ ورځ پيل شوې وې او تېره شپه پای ته ورسېدې.

د نوموړو سياليو غوره توپ وهونکی حسن خان و، چې په دغو سياليو کې يې ۳۶۵ منډې جوړې کړې وې او همدارنګه غوره توپ اچوونکی عزت خان و، چې ۱۴ ويکټې يې ترلاسه کړې وې.

په‌ پای کې اتلې لوبډلې ته د ورزشي مسولينو له لوري يو عراده موټرسايکل، کپ او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه، نغدي او غير نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS