په جوزجان کې د جودو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۴:۵۹
په جوزجان کې د جودو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

د جودو ملي فدراسیون مسوولينو له لوري د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د اکتوبر ٢٨ مه چې د جودو ورزشي رشتې له نړيوالې ورځې سره برابره ده ونمانځل شوه.

په همدې موخه جوړ شويو مراسمو کې د جوزجان، تخار، کندز، بغلان او سرپل ولایتونو د جودو تر ٣٠ زياتو ورزشکارانو له لوري سيالۍ هم ترسره شوې.

همداراز په همدې مناسبت د جودو ورزشي رشتې روزونکو او لوبڅارانو ته د کوچينګ او ريفرينګ په برخو کې د درېيو ورځو لپاره سمينار هم ورکړل شو، چې تر سمينار وروسته ورته د کوچينګ او ريفرينګ سرټفکيټنونه هم ورکړل شول.

د دې ترڅنګ د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د جودو ملي فدراسیون مسوولينو له لورې د جوزجان جودو کلب په نوم د جودو يو باب کلب هم ګټي اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه ورزشي کلب چې د شبرغان ښار بخدي پارک چمن کې د جودو فدراسیون له شخصي بوديجې څخه يو ميليون افغانۍ لګښت پرې راغلى، رسماً پرانيستل شو او د ورزشکارانو په واک کې ورکړل شو.

د اکتوبر ٢٨ مه د جودو ورزشي رشتې له نړيوالې ورځې سره برابره ده، چې هر کال دغه ورځ د دې فدراسیون د مسوولینو له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د صفار لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۹:۲۰
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۹:۱۹
Background image

ننگرهار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فرما ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ دويم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فرما ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ دويم پړاو سيالۍ پيل شوې.

په يادو سياليو کې د. . .

BACK TO NEWS