په ارزګان کې د لوبڅارنې ټولګی پای ته ورسېد
دا ټولګی د ارزګان ولایت د لوبڅارانو د ظرفیت لوړونې په موخه پر ۱۸ نېټه پيل شوی و، چې پرون يې اختتامیه مراسم د دغه ولایت د والي محترم عمر شېرزاد په حضور پای ته ورسېدل.
په یاد شوي ټولګي کې ۲۴ لوبڅارانو ګډون کړی و او لوبڅارانو عملي او نظري توګه د افغانستان فوټبال فدراسیون د نړیوال لوبڅار حلیم آقا شېرزاد په لارښوونه، روزنه ترلاسه کړه.