ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د څلوېښت لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د څلوېښت لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شګې او عطا خان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شګې لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦١ منډو هدف وټاکه. عطا خان لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ١١٧ منډې وکړې او د ٤٣ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ نویو استعدادونو د موندلو موخه پیل شوي دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.
