ميدان وردگ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال خزاني سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چک ولسوالۍ په اصالت بابا ښوونځي کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال خزاني سيالۍ د م.ج.ا.هد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې م.ج.ا.هد لوبډلې خپلې سيالې سياب ځواک لوبډلې ته د ۳ پر صفر میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.