زابل؛ په مېزانه ولسوالۍ کې د محلي غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت په مېزانې ولسوالۍ کې د تاخوم او ناوې سیمې د ۷۰ غېږنیونکو ترمنځ د محلي غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د یادو سیمو د قومي مشرانو له لوري ترتیب شوې وې او دوه ورځې یې دوام وکړ، چې په پایله کې مختلفو پهلوانانو بریاوې ترلاسه کړې او یادې سیالۍ د تاخوم کلي په ګټه پای ته ورسېدې.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه محلي غېږ نیونې ته وده ورکول یاد شوي دي.