د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله دویمه سیالي له سویلي کوریا سره کوي

د ۲۰۲۵ له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال اسيا جام سياليو په لړ کې، چې د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره کېږي،د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله خپله دویمه سیالي د کابل پر مهال نن شپه ۹:۴۵ دقیقې له سویلي کوریا سره کوي.
په دغه جام کې افغان ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له یمن سره وکړه، چې د ۲ – ۰ ګولونو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته بایلوده.
د ۲۰۲۵ له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال اسیا جام سیالۍ د ۱۶ هېوادونو ترمنځ د روانې اپريل میاشتې پر ۳يمه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۰مې به دوام وکړي.